پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
Sun, Apr 06 2025 10:28 PM
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت مرکز ښرنه کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د چهاردرې او ارګون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ارګون لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د سل منډو هدف وټاکه. چهاردرې لوبډلې هم په ټاکلو اورونو کې لوبه مساوي کړه خو په سوپر اور کې یې خپلې سیالې ارګون لوبډلې ته د دوو منډو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ لوبه یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS