غور؛ تیوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د ۶۰ کیلو ګرام څخه تر۱۰۰ کیلو ګرام وزن پورې د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۵۰ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره ستاینلیکونه او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.
