د فولرزم تاکنیزی سیالی د غوره ورزشکارانو په پیژندنې سره پای ته ورسید.
د فولرزم دوهم پړاو سیالۍ ، چې دوه ورځې وړاندې په کابل کې ترسره شوې وې ، نن د 35 غوره لوبغالی د ملی تیم په انتخاب سره پای ته ورسېدې.په دی سیالیو کی د بلخ ، هرات ، بغلان ، دایکندي او کابل ولایتونو 60 تنو ورزشکارانو د ځوانانو ، تنکیو ځوانانو او لویانو په عمر کې په بیلابیلو وزنونو کې سیالۍ وکړ. د سیالۍ وروستۍ مراسمو کې د بدنی روزنی او سپورت عمومي ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال حمیدالله کبیر برخه اخیستې وه ، چې ورزشکارانو ته مډالونه او ستاین لیکونه یې وړاندې کړل.
