پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شیرزي جیم لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شیرزي جیم لوبډلې د ٢/١ میدان په توپیر خپلې سیالې ککي برات خېل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ١٢ ورځې یې دوام وکړ.
