لوګر؛ برکي برک ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, Mar 29 2025 9:33 AM
لوګر؛ برکي برک ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د ياد ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ د سلیمان خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د يارخان سليمان خېلو او جلال خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. يارخان سليمان خېلو لوبډلې په ټاکلو ١٢ اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٨ منډو هدف وټاکه. جلال خېلو لوبډلې د هدف په تعقیب کې ١٠٢ منډې وکړې او د پنځو منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS