هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
Tue, Mar 25 2025 9:14 AM
هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د اقبال او هزار جفت مرکزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې اقبال لوبډلې د ٤/٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې هزار جفت مرکزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د دوی لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې ٢٩ ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS