غور کې د فوټسال سوپر کپ سیالۍ د آرین موټر سیکلټ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, Mar 22 2025 9:24 AM
غور کې د فوټسال سوپر کپ سیالۍ د آرین موټر سیکلټ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز فېروز کوه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سوپر کپ سیالۍ د آرین موټر سیکلټ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د آرين موټر سیکلټ او باران لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې یې آرين موټر سیکلټ لوبډلې د ٤/٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د سیالیو په پای کې د باران لوبډلې لوبغاړی فضل احمد نوري د ٣۵ ګولونو په ترسره کولو غوره ګول وهونکی، د آرين موټر سیکلټ لوبډلې لوبغاړی فرهاد ظفري غوره لوبغاړی او امان الله غوره ګول ساتونکي ونومول شو.

دا سیالۍ د فوټسال لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS