د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۳ کاري کال د ورزشي کړنو لنډ راپور

org2_admin
Tue, Mar 18 2025 10:56 AM
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۳ کاري کال د ورزشي کړنو لنډ راپور

بلخ ولایت د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه دی، چې خلک یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري، په یاد ولایت کې د المپیکي سیالیو ترڅنګ غیر المپيکي او دودیزې سیالۍ هم ترسره شوې دي او خلک ورسره ډېره مینه لري.

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د نورو ولایتونو د ورزشي ریاستونو او امریتونو په څېر ښې لاسته راوړنې لري، چې سږ کال یې د مرغومې میاشتې تر پایه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳۴ لویې او وړې المپیکي او غیر المپیکي ورزشي برنامې جوړې کړې، چې ۶۰ یې په مرکز او ۷۴ یې په ولسوالیو کې وې.

همدارنګه د دغه ولایت د مختلفو ورزشي څانګو ۱۴۰ ورزشکارانو په ملي ټاکنیزو سیالیو کې ګډون کړی، چې په پایله کې له دغه ولایت څخه په مختلفو برخو کې ۴۵ ورزشکاران ملي لوبډلو ته ټاکل شوي دي.

په یاد ولایت کې ۳۶ ورزشي فدراسیونونه فعالیت لري او ترڅنګ یې د مختلفو ورزشي څانګو ۳۵۰ کلبونه هم فعال دي، چې وخت ناوخت پکې ۴۵۰۰۰ ورزشکاران په تمریناتو بوخت دي. په ښونیزه برخه کې په دغه ولایت کې څلور سیمنارونه ترسره شوي او ۲۳۵ کسانو پکې ورزشي او اصلاحي زده کړې ترلاسه کړې دي.

په دغه ولایت کې د نورو کلونو په څېر سږ کال هم لویې ورزشي برنامې او جشنوارې ترسره شوې، چې له جملې یې د روان کال د وري میاشتې پر لسمه د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې لویې سیالۍ وې، چې زرګونه خلکو پکې هم ګډون کړی و. همدارنکه د زمري میاشتې په ۲۴ مه د افغانستان اسلامي امارت د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په موخه د یاد ولایت په سینا ورزشي سټډیوم کې د ۵۰۰۰ ورزشکاران ترمنځ د ورزشي نندارو ترسره کول و، چې ګڼو ولسي خلکو پکې هم ګډون کړی و، د دې ترڅنګ په یاد ورزشي سټډیوم کې د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د موټر سپورت او اسکېټ ورزشکارانو له لوري د ورزشي نمایشاتو ترسره کول و، چې له ۱۰۰۰۰ لس زره څخه پکې زیاتو د ورزش مینوالو ګډون کړی و، همدارنګه په دغه ولایت کې د کورش، فوټبال، فوټسال، دودیزو لوبو او ... ورزشي برخو لویې او وړې ورزشي برنامې هم ترسره شوې، چې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح سبب شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د بیا رغوونې په برخه کې په دغه ولایت کې د خصوصي سکتور له لوري د ۸۷۶۶۰۰ اته لکه شپږ اویا زره شپږ سوه ډالرو په ارزښت د سنوکر کلبونه، د لامبو وهنې حوضونه(سونا) د فوټسال میدانونه او جمنازیومونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS