کابل؛ د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د ۳۰ لوبغاړو دوه مياشتنی تمريناتي کمپ دوام لري

org_admin
Mon, Mar 17 2025 9:19 AM
کابل؛ د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د ۳۰ لوبغاړو دوه مياشتنی تمريناتي کمپ دوام لري

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد فدراسیون په فوټبال لوبغالي کې د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د اسیا ملتونو جام سياليو ته د چمتووالي په موخه دوه مياشتنی تمريناتي کمپ دوام لري.

دغه تمريناتي کمپ د استاد الياس منوچهر تر روزنې او نظارت لاندې پيل شوی، چې له دغه کمپ وروسته به يادو لوبغاړو ته په ازبکستان او کوربه سعودي عربستان هېوادونو کې هم د اسيا ملتونو جام سياليو له پیلېدا مخکې تمريناتي کمپونه جوړ شي.

د يادونې وړ ده، چې د اسيا ملتونو جام سيالۍ به د سعودي عربستان په کوربتوب د روان کال د اپريل په مياشت کې پيل شي، چې په سي ګروپ کې له افغانستان سره اندونيزيا، يمن او جنوبي کوريا هېوادونه ګډون لري.

د ياد تمريناتي کمپ موخه د اسيا ملتونو جام سياليو ته د لوبغاړو لا ښه چمتووالی دی، چې د روان کال د اپريل تر درېيمې نېټې پورې به دوام وکړي.

Latest news

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS