هلمند کې د لسو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټسال شپنۍ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گرشک ولسوالۍ مرکزي جمنازيوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د رمضان جام په نوم په د فوټسال شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې خوشحال لوبډلې خپلې سيالې افغان لوبډلې ته د ۶ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي.