غور؛ فيروزکوه ښار کې د اوو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د رمضان جام واليبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کې کنديوال لوبډلې خپلې سيالې نورين اتفاق لوبډلې ته د ۳ پر ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.