ننگرهار؛ اچين ولسوالۍ کې د ۶۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sun, Mar 02 2025 10:06 AM
ننگرهار؛ اچين ولسوالۍ کې د ۶۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مدريت له لوري د ياد ولايت په اچين ولسوالۍ کې د ۶۴ لوبډلو ترمنځ د ااا له نظام څخه د ملاټر په موخه د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۳۶ ورځې مخکې پيل شوې وې د دېسرک سوپر سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د دېسرک سوپر سټار او دوسرکې مينوال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، دوسرکې مينوال لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۴۴ منډو هدف ورکړه، په مقابل کې دېسرک سوپر سټار لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپير يې بريا په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ وکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS