پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د لسو ښوونځیو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د لسو ښوونځیو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د بالېشو ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د بالېشو او کهنه ښوونځيو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې بالېشو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۷ پر ۶ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو.