ننگرهار؛ شیرزادو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ااا له نظام څخه د ملاتړ په موخه د واليبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د طوطو منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې طوطو منتخبې لوبډلې خپلې سيالې حاجي عتيق الله لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.