فدراسیون ملی بسکتبال

Afzal-af
فدراسیون ملی بسکتبال

 سر پرست ریاست فدراسیون بسکتبال

عبدالله ارغندیوال

شماره تماس:0704695606

په افغانستان کې د باسکټبال فدراسیون تاریخچه

په افغانستان کې په ۱۳۱۷ کال کې د باسکټبال لوبه په د کابل په بالاحصار کې د بهرنیو روزونکو له خوا د وسله والو ځواکونو ترمنځ عام شوه.

له ۱۳۲۴ څخه تر ۱۳۲۶ کال پورې د باسکټبال لوبې د انکشافي بڼه خپله کړه، چې په بنسټيزه توګه نه وه جوړه شوې او نه هم ټاکلي اصول او مقررات یې درلودل او د لوبغاړو موخه يوازې په باسکټبال کې د توپ اچول وو.

وروسته د باسکټبال لوبه پرمختللې لوبې توګه د معارف په کچه ته او له هغه ځایه نورو ځایونو ته پراخه شوه، چې هلته د پوهنې او پوهنتون ترمنځ لومړۍ سیالي پیل شوې او نړیوال قوانین وضع شول.

د افغانستان د باسکټبال فدراسیون په ۱۳۶۰ کال کې د نړیوال فدراسیون (FIBA) غړیتوب ترلاسه کړ او په ۱۳۶۰ کال کې د المپیک ملي کمیټې او د سلطان عبدالرحمن شاه زمان په مشرۍ د بدني روزنې او سپورت د عمومي ریاست په چوکاټ کې رسمي توګه ثبت شو.

په ترتیب سره جنرال عبدالرحمن ، شاه زمان ارغنیدیوال ، عبدالمتین فرهمند ، نذیر احمدشاه وردک ، ناصرشاه عالمي ، ذبیح الله شیخاني ، عبدالصبور عزیزي ، غلام غوث نکبین د باسکټبال د فدراسیون مشرۍ یې ور په غاره وه چې اوسمهال د هېواد د باسکټبال فدراسیون ریاست عبیدالله ارغندیوال په غاړه لری.

دا ورزشي فدراسیون د تجربه لرونکو لوبغاړو لکه نذیراحمد ، عبیدالله ارغندیوال ، غلام غوث نکبین ، عبدالصبورعزیزي، شاه زمان ارغندیوال ، عبدالمتین فرهمند، امین ولیپور، اسماعیل حسیني، ذبیح الله ثبات او عبدالواسیع پژمان په دې وتوانېد چې نور ورزشکاران ورزشي ټولنې ته وړاندې کړي او د ٢ سرو زرو او ١ سپينو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره د ورزشي فدراسيونونو په منځ کې ښه مقام خپل کړي.

دغه فدراسیون په بلخ ، سمنګان ، بامیان ، هرات ، غور ، فراه ، هلمند ، قندهار ، نیمروز ، غزني ، ننګرهار و کابل ولایتونو کې فعالیت لري او په مرکز او ولایتونو کې ۲۰۹ کلبونه لري.

د ورزشکارانو ټولټال شمېر ۷۲۰ دی، چې ۴۴ یې په دې برخه کې د ملي لوبډلې غړيتوب لري.