دایکندي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د امید رویان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sun, Feb 23 2025 10:26 AM
دایکندي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د امید رویان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د یو بل منلو جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې دوې اونۍ مخکې پيل شوې وې د امید رویان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې امید رویان لوبډلې خپلې سیالې جوانان دشت لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه په کیتي ولسوالۍ کې د فوټبال ورزش ته وده ورکول او یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS