کندز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند اول نمبر عسقلان سیمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د تیموري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د الچینو ځوانانو تیموري او اول نمبر عسقلان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې تیموري لوبډلې د ۱/۲ ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوې وې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.