هلمند؛ په لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
Thu, Feb 06 2025 3:36 PM
هلمند؛ په لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار اوومې ناحيې په سرې پوستې سيمه کې د يارانو جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د ظريفي او حقمل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د حقمل لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو نهو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ظريفي لوبډلې ټاکل شوې هدف د لوبې په اتو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پور کړ او لوبه یې د شپږو ويکټو په توپير وګټله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS