هلمند؛ په مارجې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د سپين غر بي او د اتحاد سي لوبډلو ترمينځ ترسره شوه، سپين غر لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې اتحاد لوبډلې ټاکل شوې هدف د لوبې په اووم اور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پور کړ او د اووه ويکټو په توپير سره يې اتلولي وګټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅولول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ، په دغو سياليو کې يوسف خان ډيرو منډو جوړولو نکي او حميدالله ډيرو ويکټو اخستونکي په توګه وپیژندل شوه.
