کاپیسا؛ د کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمی ورزشونو د فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت د کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو اماتور سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۱۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو بریاوې خپلې کړې.
یادې سیالۍ کیک جیتسو ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې د یاد ولایت د ورزشي امریت له لوري ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولي حکمونه ورکړل شول.