کندوز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اقتیپه ښاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندوز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې یوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د اقتیپه ښاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې اقتیپه ښاروالۍ لوبډلې خپلې سیالې لقي قشلاق لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و.