دایکندي؛ مرکز نیلي کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د یاد ولایت د مرکز ځوانانو له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي کې د ( ژمي ) جام په نوم د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کتجیک لوبډلې خپلې سیالې اتحاد هجدي لوبډلې ته د ۴/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي.