بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
Wed, Jan 29 2025 4:19 PM
بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې د ميدان د حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق فريد پهلوان د سيد علم آغا چهارسنګي په آس او دويم اخرالاق شمس الدين پهلوان د حسين پرزه فروش په اس تر حلالې دايرې ورسول او د سياليو گټونکي شول.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د یاد ولایت غوره لیګ ته د چاپندازانو لا ښه چمتووالی او د ياد ولايت وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS