تخار؛ بنګي ولسوالۍ کې د ۴۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او سیمه ییزو او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بنګي ولسوالۍ کې د ۴۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو، چې دوې ورځې یې دوام وکړ، په پایله کې اسماعیل پهلوان، نجیب الله پهلوان، قدرت پهلوان او شاولي پهلوان تر نورو ښه وځلېدل او د اتلولي مقامونه یې ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د چاپندازانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.
د سیالیو په پای کې غوره چاپندازانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.