هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د شاهين ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, Jan 25 2025 11:39 AM
هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د شاهين ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په بابا جي ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د شاهين ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د شاهين ځوانانو او د بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د بست ساتونکو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې خپلې سيالې لوبډلې ته د۹۲ منډو هدف وټاکه. په مقابل کې شاهين ځوانانو لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۸ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې د ۱۰ ويکټو په توپير وګټله.

يادې سيالۍ د باباجي ولسوالۍ د ځوانانو ترمنځ د اتفاق په موخه ترسره شوې، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS