ننګرهار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار پنځمه ناحيه کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د کابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو څخه ١٢٠ ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټګوريو کې ګډون کړی و، چې په پایله کې یې ننګرهار د ٤٠ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، کابل د ١٥ امتيازونو په ترلاسه کولو دویم او لغمان د پنځو امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې چې دوې ورځې یې دوام وکړ.