هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د مرکزي اتحاد الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د مرکزي اتحاد الف او بند امیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه مرکزي اتحاد الف لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٩٥ منډو هدف وټاکه. بند امیر لوبډلې د هدف په تعقیب کې ١٦٠ منډې وکړې او د ٣٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ١٧ ورځې یې دوام وکړ.
