دایکندي کې د ۱۸ لوبډلو د فوټسال سيالۍ د طلوع برګر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د (اميد فردا) جام په نوم د فوټسال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د طلوع برګر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې طلوع برګر لوبډلې خپلې سیالې اميد چرخ لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه په ميرامور ولسوالۍ کې د فوټسال ورزش ته وده ورکول و.
د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.