دایکندي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د پیشوک منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د نشه یي توکو د مخنیوي په وړاندې د مبارزې د ژمي جام په نوم د فوټسال سیالۍ د پیشوک منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې پیشوک منتخبې لوبډلې خپلې سیالې ازادي لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
