کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په اسکي ورزشي لوبغالي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د میدان حکم له لوري دوې اخرالاقه اعلان شول، چې په پایله کې لومړی اخرالاق د سمیع الله پهلوان له لوري او دویم اخراالاق د محمد علي پهلوان له لوري تر حلالې دایرې ورسوه او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ يې دوام وکړ.
