هرات؛ د فوټبال اتلانو لیګ په لړ کې نن دوې لوبې ترسره شوې

د فوټبال اتلانو لیګ چې اووه اوونۍ مخکې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د هرات په کوربه توب پیل شوی دی، نن پکې دوه لوبې ترسره شوې.
د نن ورځې لومړۍ لوبه د هرات صرافانو او خدیم اف سي لوبډلو ترمنځ ٢/٢ مساوي پای ته ورسېده او په دویمه لوبه کې سرخ پوشان خوافي لوبډلې د ١/٠ ګول په توپیر کندهار عينو مېنې لوبډلې ته ماتې ورکړه.