کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سيالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازيوم کې د کابل ولايت له بېلابېلو کلبونو څخه د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په دوه جلا سبکونو (فول کنتاکت کيک بوکسېنګ او کيک جيتسوی) کې ژمنۍ رزمي سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د کوچنيانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې د غوره لوبغاړو موندلو او هڅولو په موخه پيل شوې وې، چې د يوې ورځې له دوام وروسته پای ته ورسېدې.
هېره دې نه وي، چې دغو سياليو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست ورزشي مشاور حيات الله رحماني، د رزمي ورزشونو فدراسيون رييس محمد يوسف مومند، ورزشکارانو او د ورزش ګڼ شمير مينوالو ګډون کړی وو.
د يادولو وړ ده، چې د دې سياليو په پای کې ۱۰۰ ګټوونکو لوبغاړو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.