کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په بابا شاخ ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د میدان حکم له لوري یو اخرالاق اعلان شو، چې ذبیح الله پهلوان د حاجي عمر په اس سپور خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او اتلولي یې خپله کړه.
