غزني؛ واغظ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د بلبل کلي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې بلبل کلي لوبډلې خپلې سیالې شاکي کلي لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.