هرات کې د افغانستان اتلانو لیګ د شپږمې اوونۍ په دوام تېره ورځ دوې لوبې ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۱:۱۱
هرات کې د افغانستان اتلانو لیګ د شپږمې اوونۍ په دوام تېره ورځ دوې لوبې ترسره شوې

هرات ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د افغانستان اتلانو لیګ د شپږمې اوونۍ په دوام تېره ورځ دوې لوبې ترسره شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د خراسان فاریاب او د کابل استقلال لوبډلو ترمنځ ۲/۲ مساوي پای ته ورسېده، خو په دویمه لوبه کې بیا اټک انرژي لوبډلې خپلې سیالې موج ساحل لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د یادولو وړ ده، چې ياد لیګ به له یوولسو اوونیو او ۶۶ لوبو ترسراوي وروسته پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

پکتیا کې د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سنوکر معياري کلب پرانیستل شو

د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د سید جواد موسوي په نوم ورزشکار له لوري د ۳۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سنوکر معیاري کلب جوړ او رسماً پرانیستل شو.

دا کلب په نویو او عصري ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته داوبو او انرژۍ وزارت له لوري د انرژۍ سپما يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست له لوري او د هېواد د ورزش ادارې د کارکوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS