هرات؛ د اس ځغلونې اووم پړاو ټاکنيزو ملي سياليو ورزشکارانو ته د اس ځغلونې سمينار ورکړل شو

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۳۰ - ۱۹:۳۸
هرات؛ د اس ځغلونې اووم پړاو ټاکنيزو ملي سياليو ورزشکارانو ته د اس ځغلونې سمينار ورکړل شو

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د‌ اس ځغلونې ملي فدراسيون له‌ لوري په هرات ولايت کې د اس ځغلونې اووم پړاو ملي ټاکنيزو سياليو ورزشکارانو ته د اس ځغلونې د قانون او مقررې اړوند سمينار ورکړل شو.

دغه سيالۍ چې د هرات ولايت په کوربتوب ترسره کېږي په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې چې يورغه به په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي به په ۸۰۰ او ۱۰۰۰ متره واټن کې نن جمعه ماسپښين دوه بجې په رسمي توګه پيل شي او يوه هفته به دوام وکړي.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له ۱۱ ولايتونو او ۱۵۰ اس ځغلونکو او اسونو څخه په دواړو سبکونو کې ۲۰ اسونه‌ او ۲۰ اس ځغلونکي د هيواد په کچه د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

د يادونې وړ ده چې‌ د يادو سيال د‌ پيل مراسمو لپاره د المپيک‌ بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د‌ اس ځغلونې ملي فدراسيون او د المپيکي چارو رييس دادمحمد پاينده اختري، د نوموړي رياست ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د‌ همدې رياست ارشد مشاور ګلاب الدين خپلواک او ورسره پلاوی هم هرات ولايت ته رسېدلی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۵۷
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ا.ا.ا د څلورمې کليزې په ویاړ د واليبال سيالۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۵۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶ کليزې په مناسبت د فوټبال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۵۱
Background image

خوست کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند چغۍ کلي کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي ولي لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS