د لوگر ولايت فوټبال سټډيوم د ۱٫۵ ميليونو افغانيو په لگښت بيا ځلې په معياري ډول ورغول شو

د المپيک، د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د OCHR مؤسسې د گډې تفاهمنامې په اساس د يادې مؤسسې په مالي ملاټر د ۱٫۵ ميليونو افغانيو په لګښت د لوگر مرکزي فوټبال سټډیوم په معياري ډول بيا ځلې ترميم او گټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د لوگر ولايت د ورزش آمر انجينر مزمل نعيم زي په وينا: په يادې پروژې کې د سټډيوم د بيا رغونې ترڅنگ د ورزش امريت د احاطې ديوال، د سټډيوم د ساتنې لپاره فينس او يوه څاه، چې ۱۲۰ مترو په اندازه ژور والی لري شامل دي.