کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۴۹
کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې (د ښکلي نجراب) په نوم د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې جهان اسپورټ لوبډلې خپلې سیالې دره پته لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د واليبال ورزش ته وده ورکول دي، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۴
Background image

د ورزش ادارې رهبري هغه ورزشکار وستایه چې له بامیان تر کابله په ځغاسته راغلی و

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومري رئیس مولوي احمدالله وثیق او نورو رهبري غړو د بامیان ولایت د ځغاستې ورزشکار مرتضی نجفي سره ولیدل او هغه یې وستایه.

مرتضی نجفي د بامیان ولایت له مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار په قلعه قیام سیمه کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د میدان سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۱۴
Background image

خوست؛ باک ولسوالۍ کې د ٦٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باک ولسوالۍ کې ٦٤ د لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د انار پاچاهانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS