خوست؛ تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ۷۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۴:۶
خوست؛ تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ۷۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکت فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ۷۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ځوان سټارز او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې ځوان سټارز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې د خپلو درېیوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۸۳ منډو هدف وټاکه. اتحاد لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په وروستي اوور کې د خپلو دوو لوبغاړو په له لاسه ورکول سره ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح د برابرول په موخه پیل شوي دي، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS