خوست؛ په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په حجريم کلي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په نوم د فوټبال سيالۍ د چلېنجر کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې چلېنجر کلب لوبډلې خپلې سيالې حجريم کلي وصال لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د يادولو وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام وکړ او په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلې ته کپونه، مډالونه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.