بلخ کې د ۱۲۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۳:۰
بلخ کې د ۱۲۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۲۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د يادو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق ذکريا پهلوان او دويم اخرالاق بيا عبیدالله پهلوان تر حلالې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکي شول.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه راتلونکو لوبو لپاره د چاپندازانو لا ښه چمتو والی او خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۵
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۳
Background image

هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

په هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره د فوټبال سي میډیا له خوا د هرات ولایت د فوټبال فدارسیون په همکارۍ په هېواد کې د ۲۰۲۵ کال غوره فوټبال لوبغاړي، ځوان لوبغاړي، ګول وهونکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS