کابل؛ د وزلوبې شپږم پړاو لیګ په څلورمه، پنځمه او شپږمه لوبه کې کندز، بدخشان او سرپل لوبډلو برياوې خپلې کړې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۹:۲۴
کابل؛ د وزلوبې شپږم پړاو لیګ په څلورمه، پنځمه او شپږمه لوبه کې کندز، بدخشان او سرپل لوبډلو برياوې خپلې کړې

د‌ وزلوبې او نيزه وهنې شپږم پړاو غوره ليگ سياليو په لړ کې نن ورځ په څلورمه لوبه کې کندز لوبډلې سمنگان ته، په پنځمه لوبه کې سرپل لوبډلې هرات ته او په شپږمه لوبه کې بيا بدخشان لوبډلې تخار ته ماتې ورکړې او برياوې خپلې کړې.

د دغو سياليو څلورمه لوبه کې کندز لوبډلې خپلې سيالې سمنگان لوبډلې ته د ۴ پر ۲ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه، همدارنګه په دوام يې په پنځمه کې سرپل لوبډلې سيالې هرات لوبډلې ته د ۱۶ پر ۲ امتيازونو په توپير سخته ماتې ورکړه او په شپږمه لوبه کې بيا بدخشان لوبډلې سيالې تخار لوبډلې ته د ۳ پر صفر امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د وزلوبې او نيزه وهنې شپږم پړاو غوره ليگ سيالۍ د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د نيزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د ۱۱ لوبډلو ترمنځ يوه ورځ مخکې د کابل ښار په يک توت وزلوبې لوبغالي کې پيل شوي، چې د ليندۍ مياشتې ۲۵ نيټې پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۷:۳۹
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۴۴
Background image

کندز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قچي سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۴۰
Background image

هرات؛ رباط سنګي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

BACK TO NEWS