کابل کې د تکواندو ۵۰ استاذانو ته په تکواندو برخه کې لومړی پړاو معياري ښوونيز سيمينار پيل شو

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۱۶ - ۱۷:۲۴
کابل کې د تکواندو ۵۰ استاذانو ته په تکواندو برخه کې لومړی پړاو معياري ښوونيز سيمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د تکواندو فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون په مرکزي جمنازيوم کې د کابل ولايت د تکواندو ۵۰ استاذانو ته د تکواندو په بېلابېلو برخو کې د تکواندو لومړی پړاو معياري ښوونيز سيمينار پيل شو.

په دغه سيمينار کې د تکواندو ملي فدراسيون ريئس ډاکتر نجیب الله سکندر، د يادې برخې ورزشي مسوولينو، د تکواندو برخې روزونکو او د تکواندو استاذانو ګډون کړی وو.

د دغه سيمينار په پرانيستغونډه کې د تکواندو فدراسيون ريئس ډاکتر نجیب الله سکندر روزونکو او استاذانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل: « د خوښۍ ځای دی، چې د تکواندو په برخه کې دغه ډول برنامو کې ګډون کوم، دغه سيمينار د استاذانو لپاره ډېر مهم دی، تر څو ورزش مو معياري او ورزشکاران مو لا ښه روزنه ترلاسه کړي او په نړيوالو سياليو کې ښې لاسته راوړنې ولري» په پای کې له روزونکو څخه مننه وکړه، چې د استاذانو لپاره درسي مواد چمتو کوي او تدريسوي.

دغه سيمينار د مختلفو استاذانو له لوري تدريسيږي، چې پکې به د تمرين په اصولو، تخنيکي، تکنيکي د لاس او پښو په اساسي حرکتونه، د پومسه سبک په معياري قوانينو، د پومسه سبک شخصي دفاع او د ګيروګي سياليو په قوانينو خبرې وشي.

د ياد سيمينار موخه استاذانو ته په معياري ډول د تکواندو په اصولو پوهه ترلاسه کول دي، چې اته اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دووکلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د استاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې لکړۍ. . .

BACK TO NEWS