کندز کې د ۴۷ ورزشکارانو ترمنځ د شمال ختیځ زون د بدن ښکلا او فټنس لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۳:۹
کندز کې د ۴۷ ورزشکارانو ترمنځ د شمال ختیځ زون د بدن ښکلا او فټنس لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون د استازولي له لوري د کندز، بغلان او تخار ولایتونو د ۴۷ ورزشکارانو ترمنځ د شمال ختیځ زون د بدن ښکلا او فټنس لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې د کندز ولایت ورزشکارانو د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو لومړی، بغلان دویم او تخار بیا درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د یووالۍ د رامنځته کولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS