خوست کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۹:۳۷
خوست کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د مرکز متون ښار په پنزايي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د ډېنجر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ډېنجر او پنزايي زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پنزايي زلمي لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۶ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ډېنجر لوبډلې ياد هدف د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د څلورو ویکټو په توپير يې بريا او اتلولي په خپل نوم کړه.

د یادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته يو پسه د انعام په توگه ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۲
Background image

خوست کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند متون ښار کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور ټاکنیزې سیالۍ د نهو غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱
Background image

خوست؛ مندوزیو ولسوالۍ کې د لوبغاړو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې له پنځو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې مرکزي کلب په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۹
Background image

زابل؛ شاجوي ولسوالي کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کانټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکت سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

BACK TO NEWS