زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۷:۱۵
زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۵ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د شاجوی، ارغنداب، ناوې، مقر او شاولیکوټ ولسواليو نیزه وهونکو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د ارغنداب ولسوالۍ نیزه وهونکو د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقال خپل کړ.

دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS