کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۷:۱۳
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له جوزجان، بدخشان او د تخار ولایتونو د ۸۰ جوړو( ۱۶۰) ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې ۸۰ تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه او د ډالیو ګټونکي شول.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۳۶
Background image

پکتيکا؛ د ارګون ولسوالۍ په پير کوتي سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په پیرکوتي سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چي ۱۵ ورځي وړاندې پیل شوې وې د سپیرواس لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۳۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۲۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS