بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۶:۱۰
بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې د یووالي او دوستۍ جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې اتحاد لنګر شریف لوبډلې خپلې سیالې الفاروق غالچرخ لوبډلې ته د ۱/۰ ګولو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو هڅوول او له نشه یي توکو د ځوانانو لېرې والی و، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د بادغیس ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

غزني کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال د استازولۍ له لوري او د HYOD مؤسسې په مالي مرسته د یاد ولایت د اسلامي ثقافت ورزشي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۴۵
Background image

کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د ماريکس شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS