خوست؛ علیشېرو ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۲۱:۲۰
خوست؛ علیشېرو ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د ۷۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د علیشېرو للمۍ ټایګرز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د علیشېرو للمۍ ټایګرز او یعقوبیو خپلواک لوبدلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه خپلواک لوبډلې وګټڼله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې د خپلو اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه. علیشېرو للمۍ ټایګرز لوبډلې د لوبې په شپږم اور کې د خپلو درېیوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یاد هدف پوره کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د زرغون جام په نوم نومول شوې وې، چې دوه نیمې میاشتې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS