دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۲۱:۱۲
دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهرستان ولسوالۍ کې د وحدت جام په نوم د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د وحدت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د وحدت لوبډلې خپلې سیالې برق ريشکک لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او ورزشکارانو ته سالمه تفرېح برابرول و.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۵
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۳
Background image

هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

په هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره د فوټبال سي میډیا له خوا د هرات ولایت د فوټبال فدارسیون په همکارۍ په هېواد کې د ۲۰۲۵ کال غوره فوټبال لوبغاړي، ځوان لوبغاړي، ګول وهونکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS